د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ پرونۍ پلان شوې لیدنه لغو شوه

د ولسمشرۍ د دوو کاندیدانو ترمینځ کتنه د هغه څه له کبله لغو شوه چې؛ د تحول او تداوم انتخاباتي ټیم یې له اساسي قانون څخه پر لوړو غوښتنو د سیال ټیم ټینګار بولي.

د تحول او تداوم د ټیم ویاندطاهر زهیر وايي چې؛ د دواړو ټیمونو د اختلافونو د حل لپاره د نړیوالو منځګړو هڅو پرون هم نتیجه ورنه کړه. ښاغلي زهیر وویل، د تحول او تداوم د ټیم او د افغان ولس لپاره اساسي قانون لاهم سره کرښه ده؛ نو ځکه ټاکل شوې وه چې، دواړه کاندیدان به پرون مازیګر سره ګوري؛ خو د سیال ټیم د بېځایه ټینګار له کبله دا کتنه ونشوه.

خو د عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټیم ادعا کوي چې؛ د اجراییه مشر د صلاحیتونو په اړه له مقابل لوري سره توافق شوی دی او یوازې پر دوو مواردو چې یو د ټاکنو د پایلو د اعلان څرنګوالی او دوهم د ملي یووالي په حکومت کې د دواړو ټیمونو د ګډون میکانیزم دی اختلاف پرځای پاتې دی.