بلخ: په مرکز او د ۱۴ ولسوالیو ښوونځیو باندې پنځه لکه او ۸۰ زره جلده تدریسي کتابونه وویشل شول

د بلخ د پوهنې ریاست له لوري د مرکز او ۱۴ ولسوالیو ښوونځیو باندې پنځه لکه او ۸۰ زره جلده تدریسي کتابونه توضیع شول.

د دې ولایت د پوهنې مشرمولوي عبدالعزیز نن په بلخ کې د یادو کتابونو د توضیح پر مهال وویل، چې د دې کتابونو په ویشلو سره به د بلخ ولایت د۴ میلونو زده کونکو د کتاب د کمښت ستونزه حل شي.

نوموړي وویل، چې دا هڅې یې د کتابونو د کمښت ستونزې هواره وي، خو د دې ولایت ګڼ شمېر ښوونځی لا هم ودانۍ نه لري چې باید ورته کار وشي.