تختروانچي: لا هم د ایران د اتمي پروګرام د جدي پوښتنو په اړه اختلافات موجود دي

د ایران لوړ پوړي اتمي مزاکره کوونکي ویلي، د تهران د اتمي پروګرام په اړه د اروپايي ټولنې له چارواکو سره د خبرو په تازه پړاو کې د جدي پوښتنو په اړه اختلافات موجود دي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال مجید تختروانچي له مقابل لوري غوښتي څو هغو سرو کرښو ته درناوی وکړي چې یو جوړجاړي ته د رسیدو لپاره ایران ټاکلې دي.

له دې خبرو مخکې ایراني چارواکو د بریتانیا، فرانسې او جرمني له استازو سره د دې اونۍ په پیل کې په وینا کې خبرې کړې وې.

تمه کیږي چې د دې درې اروپايي هېوادونو استازي به د سیپټمبر د میاشتې په اتلسمه نیټه د امریکا، روسیې او چین له استازو سره یوځای په نیویارک کې له ایراني لوري سره خبرې وکړي.