د افغانستان د فواید عامې وزارت وايي؛ د انتخاباتو بهیر د سړک جوړونې لسګونه پروژې په ټپه درولې دي.
د فواید عامې وزیر نجیب الله اوژن نن د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې وویل؛ که څه هم د یادو پروژو تطبیق ته ډېر پلانونه نیول شوي؛ خو د بودجې کمښت او د انتخاباتو د نتیجې په اعلان کې ځنډ د دې لامل شوی چې؛ دا پروژې تطبیق نه شي او منفي اقتصادي اغیز هم ولري.
د ولسي جرګې غړو بیا په خپلو خبرو کې د نجیب الله اوژن له کارونو انتقاد وکړ او غوښتنه یې وکړه چې؛ نوموړی دې لویې څارنوالۍ ته وپيژندل شي.