په کوټه کې یوې چاودنې ۳ تنه وژلي ۲۴ نور یې ټپیان کړي دي

موټر بم چاودنې په کوټه کې لږ تر لږه درې تنه نن ووژل او څليرويشت یې هم ټپیان کړل.

پولیس وایي چې، چاودنه د بلوچستان په مرکز کوټه کې هغه مهال وشوه چې؛ د پوځیانو یو موټر تېریده.

په وژل شویو کې یو سرتیری او دوه ملکیان دي. پولیس وایي چې، بم په هغه موټر کې ځای پر ځای شوی و چې؛ د سړک غاړې ته ولاړ و او په ریموټ کنټرول الوزول شوی دی.

تر اوسه چا د دې چاودنې مسوولیت نه دی منلی.

له څو کلونو راهیسې په طبیعي زېرمو مالامال بلوچستان کې یاغیانو جګړې پیل کړې دي.

یاغیان غواړي چې، په دې ډول پر امنیتي ځواکونو فشار راولي؛ څو مرکزي حکومت د بلوچستان په زیرمو کې بلوڅو ته ډیره برخه ورکړي.