نن د شنبې ورځې په ماسپښین نږدې دوه بجې یو تن ځانمرګی بریدګر؛ چې د خوست د ولایت مقام ودانۍ ته داخل شوی و؛ د خوست والي د ځانګړي ګارډ له خوا تشخیص او مخکې له دې چې ځانته چاودنه ورکړي؛ ووژل شو.
د خوست د ولایت مقام د مطبوعاتي دفتر له خوا په رالېږل شوي خبرپاڼه کې راغلي؛ چې ځانمرګی بریدګر د خوست په اداري کمپلیکس کې د ولایت مقام ودانۍ ته دننه شوی و؛ چې د والي د ساتونکو له خوا وپيژندل شو او وړاندې له دې چې ځان هدف ته ورسوي او یا ځانته چاودنه ورکړي؛ له منځه یووړل شو.
انتحاري د چاودیدونکو توکو ډک واسکټ اغوستی و؛ څلور کړۍ لاسي بمونه او یوه توفنګچه هم ورسره وه.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د پيښې پرمهال د خوست والي او د هغه مرستیال دواړه په خپلو دفترونو کې وو او په اداري کمپلیکس کې د نورو مامورینو سره یو ځای يې دفتري چارې سمبالولې.
په دې پيښه کې کوم بل چاته زیان نه دی رسیدلی.
تر اوسه د ځانمرګی هویت او پيژندګلوي نه ده شوې.
خوست والي د ده د ساتونکو د چټک غبرګون او پر وخت عمل ستاینه کړې ده.
یاده دې وي، چې په دې وروستیو کې د غزني د پيښو وروسته په خوست کې هم امنیتي تدابیر ډېر شوي دي.