یوې ترکۍ کمپنۍ د فاریاب-هرات د حلقوي سړک کار په ټپه درولی دی

د افغانستان د فواید عامې وزارت وایي؛ له یوې میاشتې راهیسې یې د آسیا پراختیایي بانک سره د هرات - فاریاب د حلقوي سړک د کار د بیا پیلیدو په اړه خبرې دوام لري.

د آسیا پراختیایي بانک د دغې پروژې مالي لګښت ورکوي. د هرات - فاریاب د حلقوي سړک د جوړېدو قرار داد د "میټګ ای. سي. سي" په نوم له یوه ترکي -امریکایې شرکت سره لاسلیک شوی و.

د افغانستا ن د فواید عامې وزارت وایي؛ دغه شرکت د پروژې د مجموعي لګښت ۲۵ فیصده چې ۱۰۷ میلیونه ډالره کیږي؛ مخکې له مخکې اخستي دي، خو اوس د پروژې کار په ټپه دریدلی او د دې شرکت مسوولین له افغانستان څخه وتلي دي.

دغه شرکت افغان حکومت ملامتوي چې؛ د دوی امنیت یې نه دی ټینګ کړی او د قرار داد د فسخ کیدو غوښتنه کوي.

د افغانستان د وزیرانو شورا تیره اونۍ د فواید عامې، مالیې، اقتصاد اوعدلیې وزارتونه موضف کړي چې؛ دا موضوع تعقیب کړي او د آسیا له پراختیايي بانک څخه یې غوښتي چې؛ دغه شرکت د پروژې بیا پیلیدو ته اړ باسي.