د پکتيا امنيتي چارواکي وايي چې؛ وسله والو طالبانو د سهار له پينځو بجو راهيسې د جانخېلو ولسوالۍ پر وداني له ختيځ لوري څخه بريد کړی دی.
د پکتيا امنيه قومندان پاسوال زلمی اورياخېل وايي چې؛ د دوی امنيتي ځواکونو په دغه بريد کې مقاومت کړی دی او درې تنه وسله وال طالبان يې وژلي دي.
د ده په خبره په دغه بريد کې چې د دوی ځواکونو په کې مقاومت کړی دی؛ د څلويښت کسيزې ډلې مشر حسن هم په دريو تنو وژل شويو کې شامل دی.
نوموړی وايي، لا هم په ولسوالۍکې جنګ روان دی چې سيمې ته د نورو مرستندويه امنيتي ځواکونو لړۍ هم دوام پيدا کړی دی.
دی وايي، چې تر دې مهاله په دې بريد کې افغان ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې؛ خو مقابل لوري ته يې د سر دروند زيان اړولی دی.
د دې پېښې په اړه تر دې مهاله وسله والو طالبانو رسنيو ته څه نه دي ويلي؛ خو په دې وروستيو کې د پکتيا ولايت په سرحدي ولسواليو کې وسله والو طالبانو ډليز بريدونه زيات کړي دي.