د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، د جمهوري ریاست د انتخاباتو د رایو د تفتیش د بشپړېدو اعلان د یو لړ تخنیکي ستونزو له امله وځنډید.
د دې کمیسیون ريیس یوسف نورستاني د جمعې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ د څلور زرو دوه سوه درې شپیته محلونو له جملې نه به د څلورسوه پنځه محلونو رایې له سره تفتیش شي.
دې کمیسیون ویلي وو، چې د ټولو رایو د تفتیش بشپړیدل به د جمعې په ورځ اعلان کړي.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون رییس یوسف نورستانی وایي؛ د جمهوري ریاست د انتخاباتو د رایو بشپړ تفتیش به د راتلونکې اوونۍ د یکشنبې په ورځ اعلان شي.
نورستاني د جمعې په ورځ په کابل کې خبریالانوته وویل، د یو لړ تخنیکي ستونزو له امله ونه توانیدل چې د انتخاباتو د ټولو رایو د تفتیش بشپړیدل له ژمنې سره سم اعلان کړي.
ده وویل، دا اعلان به د څلورسوه پنځه محلونو د رایو د بیا تفتش وروسته وشي:
″د ۴۰۵صندوقونو تشخیص روان دی،زموږ کارکوونکی له غرمې راوروسته په ګودامونو کې د صندوقونو په تشخیص بوخت دي.
انشالله راتلونکې یکشنبې ورځ د تفتیش اخري ورځ ده.″
نورستاني وویل، یاد څلور پنځه محلونه، یو دیرش ولایتونو پورې اړه لري.
دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتو خپلواک ژمنه کړې وه چې د انتخاباتو د ټولو رایو د تفتش بشپړیدل به د جمعې په ورځ اعلان کړې.
د دې کمیسیون مسئولنیو وویل، د یادو څلورسوه پنځه محلونو د رایو بیا تفتیش به د انتخاباتو د پروسې پرشفافیت مثبت اثر وکړي.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ريیس دا هم وویل، د رایو د تفتیش پروسه د کورنیو او بهرنیو څارونکو او د ملګروملتو د استازو په موجودیت کې په شفافه توګه پرمخ تللی او هیله ده، دواړه کاندیدان یې نتایج ومني:
″هیڅ داسې دلیل نشته چې انتخاباتي ټیمونه د تفتیش پایلې ونه مني، ددې لپاره چې ټول چک لستونه او ټول معیارونه چې هغوي پیشنهاد کړي وو؛ د نړېوالې ټولنې له خوا ومنل شو، چې ددوی او د نړېوالو څارونکو له خوا څیړل شوي ول.″
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مسئولین وایي، د رایو د تفتیش د بشپړیدو له اعلان وروسته به د تفتیش نتیجه د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ته د اته څلویښت ساعتونو لپاره واستول شي څو رایو تفتیش او د کاندیدانو شکایتونه بررسي کړي.
مسئولینو وویل، دا پروسه به لږه موده ونیسي او د رایو د تفتیش نتیجه به په راتلونکي اوونۍ اعلان کړي.
راپور: خان محمد ″سیند″