اوباما: پرعراق سربیره په سوریه کې هم پر داعش ډلې برید کولو ته چمتو یو

د امریکا ولسمشربارک اوباما وایي، دې ته تیار دی چې پرعراق سربیره په سوریه کې هم د اسلامي دولت پرډلې حمله وکړي او د دغې وسله والې ډلې د کمزوري کولو او په بشپړه توګه د له منځه وړلولپاره به د یوه کمپاین د تېزیدو په ترڅ کې په سلګونو اضافي امریکایي سرتیري ځای پرځای کړي.

اوباما بیګا شپه له سپینې ماڼۍ څخه ملت ته په ټلویزیوني وینا کې وویل چې؛ ده دا واضح کړې چې، موږ به هغه تروریستان چې زموږهیواد ته یې ګواښ متوجه کړی؛ که هرچیرې وي، له پښو غورځوو.

اوباما په خپله وینا کې چې د سپټمبر د یوولسمې تروریستي حملو د کلیزې په درشل کې یې وکړه؛ د اسلامي دولت د ډلې په وړاندې د جګړې د پراخیدو لپاره خپله ستراتیژی اعلان کړه او ژمنه یې وکړه چې امریکا به د دغه ترریستي ګواښ د له منځه وړلو لپاره د یوه پراخ ایتلاف مشري وکړي:

"زموږ اهداف واضح دي، موږ به د ترورریزم په وړاندې د یوې هراړخیزې او دوامدارې ستراتیژۍ په ترڅ کې د عراق او شام د اسلامي دولت ډله کمزورې او بالاخره له منځ یوسو."

اوباما وویل، متحده ایالات ۴۷۵ امریکایي پوځیان عراق ته استوي چې؛ د اسلامي د ولت د ډلې د وسله والو په وړاندې جګړه کې د عراقي او کُرردي وسله والو ملاتړوکړي. خو د هغه په وینا دغه ځواکونه به په محاربه کې برخه نه اخلي.