د اوکراین ولسمشر ته بلنه ورکړل شوې چې د کانګریس غونډو وینا وکړي

د امريکا د استازو جرګې رييس جان بوهينر (John Boehner) د اوکراين ولسمشر پټرو پروشينکو ته بلنه ورکړه چې؛ راتلونکې اوونۍ د کانګريس د دواړو جرګو ګډې غونډې ته وينا وکړي.

که يو بهرني مشر د امريکا په کانګريس کې وينا وکړي؛ نو په عمومي ډول داسې انګېرل کېږي چې؛ هغه مشر ته په ډېره درنه سترګه کتل شوي دي.

ښاغلي بوهينر په يوه اعلاميه کې وويل؛ په کانګريس کې د واکراين ولسمشر ته د وينا بلنه د اوکراين له خلکو سره د همکارۍ په اړه زموږ د ژمنې يوه بله څرګنده نښه ده.

د اوکراين ولسمشر پټرو پروشينکو ته بلنه ورکړای شوې چې؛ د روان سپټمبر په اتلسمه (د راتلونکې اوونۍ د پنجشنبې ورځ) د کانګريس ګډې غونډې ته وينا وکړي.