د هند د بهرنیو چارو وزیره سوشما سواراج کابل ته راورسیده

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي؛ چې د هند د بهرنیو چارو وزیره سوشما سواراج نن غرمه کابل ته را ورسیده.

د دې ورازت د ویاند مرستیال سراج الحق سراج نن آزادۍ راډیو ته وویل؛ چې د هند د بهرنیو چارو وزیره به د یاد سفر پرمهال د افغانستان او هند د اړیکو د تقوی په هدف د افغان ولسمشر سره هم وګوري:

"د دې سفر هدف کابل کې د دوی د سفارت لپاره د نوي ودانۍ پرانستل دي او د دې ترڅنګ د ولسمشر کرزي او د بهرنیو چارو وزیر سره لیدنه ده؛ دا لیدنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ارتباطاتو ټینګول دي."

ښاغلي سراج زیاته کړه چې، د هند بهرنیو چارو وزیره به په کابل کې د دغه هېواد د سفارت لپاره نوې ودانۍ هم پرانیزي.