د امریکا د بهرنیو چارو وزیر عراق ته ورسید

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر جان کري بغداد ته ورسید.

عراق ته د هغه سفر مخکې نه وو اعلان شوی.

جان کري به د عراق له نوي صدراعظم حیدر الابادی سره وګوري.

عراقي چارواکي د امریکا له خوا ترفشار لاندې و؛ چې ژرترژره د ملي یوالي پر بنا حکومت اعلان کړي؛ تر څو د اسلامي دولت په نوم د وسله والو د ډلې پر ضد یو دریځ غوره کړي.

جان کري د دې لپاره منځني ختیځ ته تللی چې؛ د دې وسله والې ډلې پر ضد د عربي او اسلامي هیوادو یو سیاسي ایتلاف جوړ شي. د اسلامي دولت په نوم وسله والو په عراق او سوریه کې پراخې سیمې نیولې دي.

جان کري به اُردن او سعودي عربستان ته هم ځي او د دوو ورځو په ترځ کې به له عراقي؛ سعودي، مصري او ترکي چارواکو او د خلیج د همکاریو د شورا د غړو هیوادو له استازو سره وګوري.