د اوکراین ولسمشر پارلمان ته د ختیځ سیمو په اړه یوه لایحه وړاندې کوي

د اوکراین ولسمشر پټرو پروشینکو نن وویل چې؛ پارلمان ته به یوه نوې لایحه وړاندې کړي چې؛ د دې هیواد د ختیځ سیمو ته ځانګړي موقف ورکوي؛ خو اوکراین به متحد پاتې شي.

پروشینکو نن په یوه حکومتي جلسه کې چې ټلویزیون خپروله وویل؛ له روسیې پلوو بیلتون غوښتونکو سره د سولې په موافقه کې اوکراین یو متحد هیواد بلل شوی او په خپلو اوسنیو پولو کې پاتې دي.

ولسمشر پروشینکو وویل: موږ به د خپلې خاورې د بشپړتیا پر سر هیڅ ډول معامله ونه کړو. خو بیلتون غوښتونکو ویلي چې، د منسک د موافقې له لاسلیک سره هم له کییفه جلايي غواړي. د منسک موافقه د قدرت د غیر مرکزي کیدو او د هر اړخیز ملي ډيالوګ د پیل غږ کوي.

د اوکراین ولسمشر ویلي چې، د حکومتي ځواکونو او بیلتون غوښتونکو ترمنځ چې په ختیځ کې یې د لوهانسک او ډونیڅک ځيني سیمې تر کنټرول لاندې کړې؛ د اوربند ټینګ ساتل ګران کار دی، ځکه د هغه په وینا، تروریستان د خپلو مخالفینو د تحریکولو دوامدارې هڅې کوي.

د اوکراین ولسمشر وویلي، په منسک کې د اوربند له ټینګیدو سره د جګړې پر لومړۍ کرښې د پرتو سیمو په حالت کې ډير بدلون راغلی دی.

په بهرنیو چارو کې د روسیې د جمهور رییس ولادیمیر پوټین سلاکار یوري اوشاکوف نن وویل چې؛ ولسمشرانو پوټین او پروشینکو پرون په ټیلفوني خبرو کې په عمومي ډول موافقه وکړه چې؛ که څه هم سخت کار دي، خو اوربند باید ټينګ پاتې شي.