د بېړنیو چارو کارکوونکي په کشمیر کې سیلاب ځپلو ته د رسېدو هڅه کوي

د بیړنیو چارو کارکوونکي د هند تر واک لاندې کشمیر او پاکستان کې هڅه کوي چې؛ هغه سلګونو زرو کسانو ته ورورسیږي چې؛ په سیلونو کې راګیر دي.

دا په تیرو ۵۰ کلونو کې تر ټولو سخت سیلونه دي چې؛ په دې سیمه کې بهیدلي دي.

په دواړه ګاونډیو هیوادو کې د مړیو شمیر تر اوسه تر څلور سوه څلویښتو اوښتی دی او د خلکو قهر و غصه په زیاتیدو ده چې؛ د ژغورنې هڅې کمزورې دي.

په پاکستان کې د مړیو پرونۍ رسمي احصاییه ۲۳۱ وښودل شوه؛ چې اکثر قربانیان د پنجاب اوسیدونکي دي. د پاکستان په یوه کلي کې چې د هند تر واک لاندې کشمیر سره پوله لري تر ۱۲۵ ډير کورونه ویجاړ شوې دي.

په ورته وخت کې په زرګونو پوځیان، پولیس او د بیړنیو چارو کارکوونکي په هند او پاکستان کې هڅې کوي چې د څښاک اوبه، کمپلې او نور مواد سیل ځپونکو ته ورسوي.