په بلخ کې په یوه موټر کې د ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې پنځه ملکي کسان ټپیان شوي دي.
د بلخ د امنیې قومندانۍ د امنیت آمر عبدالرزاق قادري نن آزادی راډیو ته وویل؛ چې دا چاودنه نن تر غرمې مخکې د مزار شریف ښار په دوهمه ناحیه کې شوې ده.
د یو بل خبر له مخې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې په یوې حملې کې درې وسله وال مخالفین وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د ننګرهار دامنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقي وال ازادۍ راډيو ته وویل؛ چې دغه حمله نن سهار وختي شاوخوا درې بجې شوې ده.
وسله والو طالبانو تر اوسه د دغو عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.