د کورنیو چارو وزارت له مخدرو موادو سره د مبارزې معینیت وایي؛ یو زر او دوه ویشت کیلوګرامه مخدره مواد یې له ننګرهار، بغلان او کابل ولایتونو څخه ترلاسه کړي دي.
د دغه معینیت په یوه بیان کې راغلي چې؛ په همدې ارتباط اووه کسان هم نیول شوي دي.
خو د ترلاسه شویو مخدره موادو د وخت په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.