د افغانستان د ښځينه بايسکل ځغلوونکو تیم

Your browser doesn’t support HTML5

که څه هم د افغان ښځو په ژوند کې له تېرو ديارلسو کلونو راهيسي د پام وړ پرمختګ شوی دی او د دوی د حقونو د خوندي کولو لپاره ځيني قوانين جوړ شوي دي. خو بيا هم، دا ښځې اوس هم د تعليم له ټيټې کچې، د جنسي تشدد، د زېږون پر مهال مړينې، کورنی تشدد، جبري ودونو او نورو ناخوالو سره مخامخ دي. خو د ښځو يوه کوچنۍ ډله په دغه هيواد کې خپله پخه اراده پر مخ وړي او د بايسکل ځغلولو په سپورټ کې د نړۍ پر کچه د افغانستان نوم لوړول غواړي. ملالۍ بشير د افغانستان د هغو ښځينه بايسکل ځغلوونکو سره خبري کړي او دا راپور يې برابر کړی.