د پکتیا ولایت اوسیدونکي وايي، چې حکومت او نورو مرستندویه موسساتو په یاد ولایت کې د لرغونو ځایونو ساتنې او رغونې ته هېڅ ډول پاملرنه نه ده کړې، چې له امله يې اوسمهال ډیری تاریخي ځایونه د ویجاړیدو او له منځه تللو د ګواښ سره مخامخ دي.
په پکتیا کې ډېری داسې لرغوني اثار، توکي او ځایونه شته، چې لرغونتوب يې د میلاد نه مخکې پیړیو ته رسیږي.
د لرغونپوهانو له انده د پکتیا په مرکز او لسوالیو کې تر اویاوو پورې لرغوني ځایونه او اثار تاریخي ارزښت لري او په رسمي ډول د تاریخي ابداتو د ادارې له لوري ثبت او راجسټر شوي دي.
په دې اثارو کې د ګردیز بالاحصار او د میرزکې خزانه هغه تاریخي ځایونه دي، چې د سیمې د هېوادونو په کچه د ځانګړي ارزښت څخه برخمن دي، د میرزکې خزانه چې د افغانستان د پخواني ټولواک محمدظاهر خان د واکمنۍ پرمهال رابرسیره شوه، د اثارو د مافیا او ځینو سیمه والو له لوري ورڅخه په غیر فني او قاچاقي ډول یو شمېر قیمتي توکي چې د نجیبه فلزاتو څخه جوړ شوي ایستل شوي او په تورو بازارونو کې پلورل شوي دي.
لیکوال او شاعر دین محمد درویش مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، چې د پکتیا د تاریخي اثارو رغونې او ساتنې ته نه حکومت، نه قومونو او نه هم د یونسکو په ګډون نورو مرستدویه بنسټونو پاملرنه کړې ده.
درویش وايي، چې د پکیتا اثار د هیریدو او لویدلو له ګواښ سره مخامخ دي:
((د پکتیا تاریخي اثار د هیریدو خو څه چې د لویدو په حال کې دي، په هغو سیمو کې چې تاریخي ابدات په کې دي، قومونه هم د دې اثارو په ساتنه کې ښه ونډه نه اخلي، همدارنګه دولتي ادارو د ځایونو په مالومولو کې يې تجسس نه دی کړی او په ساتنه کې يې هم نه دوی، نه یونسکو او نه نورو ښه ونډه نه ده اخستې.
که څه هم د بامیانو د اثارو د ساتنې او رغونې به باب کار شوی، خو د پکتیا په اړه يې څه اقدام نه دی کړی او دا ټول د هیریدو او لویدلو په حال کې دي.))
د ګردیز د بالاحصار کلا د ښار په زړه کې په یوه لوړه خاورینه غونډۍ باندې د ځینو روایاتو پر بنسټ ۹۶۳ کاله وړاندې اباده شوې، چې له پیله بیا تر اوسه ورڅخه په پوځي برخه کې ګټه پورته کیږي، د بالاحصار د پاسه د لویو لویو ډبرو او کاڼو څخه جوړه شوې بله غونډۍ هم شته، چې د افغانستان د خپلواکۍ په جګړه کې د چپه دوربین په نوم یوه اله په کې نصب شوې وه، چې رڼا يې د ګردیز تر نږدې غونډیو رسیده، په دې چپه دوربین د شپې په تیارو کې د غلیم له لوري د احتمالي حملو څار کېده، په دې غونډۍ د امان الله خان د هغه وخت ګاډی هم ولاړ وو.
د پکتیا د راډیو تلویزیون مشر عاشق الله اخلاصیار مشال راډیو ته وايي، چې که بالاحصار ورغول شي نو بالاحصار نه یوازې تاریخي ارزښت لري، بلکې دا ځای د تفریح له پاره هم ډېر ګټور دی:
((د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته د پکتیا ځوانانو رسماً پیشنهادونه وړاندې کړي دي، چې د پکتیا دغه یوه لویه کلتوري شتمني د ورانیدلو او ویجاړیدو په حالت کې ده، خو بدبختانه، بدبختانه د دې رغونې ته او د دې بیا جوړونې ته تر اوسه پورې هېچا هم پام نه دی کړی، که بالاحصار بیرته جوړ شي او ورغول شي، نو د ځوانانو له پاره به د تفریح یو ښه ځای وي.))
په پکیتا کې د لرغونو ځایونو او اثارو سربیره د پخوا نه یو شمېر مشهور خواره واره حکایتونه او روایات شته، چې هغه هم د اثارو په شان په راغونډیدو، څېړنې او چاپ ارزي، له دې روایاتو او حکایتونو به راتلونکې نسلونه په بیلابیلو علمي او فرهنګي چارو کې د یوې موثرې سرچینې او ماخذ په توګه ګټه پورته کوي.
الله میر ځاځی په پکتیا کې د لرغونو اثارو د ساتنې او رغونې په اړه وايي، چې دوی د ګردیز د تاریخي بالاحصار د اساسي رغونې له پاره یو شمېر ډونرانو نه د مرستې له پاره مراجعه کړې، خو د ده په خبره په لږو امکاناتو د بالاحصار بیارغونه ناشونې ده.
د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ د ادارې مشر محمدشفاء مشفق وايي، چې د دوی اداره په دې هڅه کې ده، چې په پکتیا کې تاریخي ځایونه او اثار تثبیت او وروسته يې د ساتنې او رغونې له پاره اړوندو ادرو ته په رسمي ډول مالومات ورکړي:
((د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ ادارې د ابداتو مدیر او د ګرځندوی امر دواړه په دې تپ وتلاش کې دي، تر څو هغه سیمې چې زموږه څخه پاتې دي، هغه په نښه کړو، موږ به په ګډه اړوندو ولسوالیو او سیمو ته د همدې کار له پاره سفرونه کوو، د مالومولو وروسته به هغه وزارت کې یا که په نړیوالو میراثونو کې ثبتیږي، نو هغه به په نړیوالو میراثونو کې ثبت او راجسټر کړو.))
یاده دې وي په پکتیا ولایت کې موشکه، اوده کۍ، د میرزکې خزانه، د بالاحصار کلا، کولالګو، چشمه ماران، د غورګورۍ سیمه، په بنوزیو کې د یادګار حضرت علي سیمه، په ځاځیو کې د ذکریا پیغمبر زیارت، د تیرې په سیمه کې کوتر خانه چې په تیرو وختونو کې به د کوترو څخه د پوستې او پیغامونو په لیږلو کې استفاده کېده، په ګردیز کې د نامتو دیني او فقي عالم شاه ابوالحسن خرقاني زیارت او نور ځایونه داسې دي، چې ساتنې او رغونې ته يې هېڅ کار او لږه پاملرنه هم نه ده شوې.