د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت مشره سلاکاره وايي امريکا اوس هم چين يو لومړيتوب ګڼي.
سوزان رايس دا خبره نن د چين له يوه مهم ډيپلومات جيانګ جيچي سره په کتنه کې وکړه.
مېرمن رايس د دې لپاره په چين کې ده چې دغه هېواد ته په نوامبر مياشت کې د امريکا د ولسمشر بارک اوباما د سفر امکانات برابر کړي.
تمه کېږي رايس درې ورځې په چين کې وي.