ايران يو اوکرايينى د ورانکارۍ په تور نيولى دى

يوه ايرانۍ ورځپاڼه وايي، ايراني چارواکو د اوکراين يو تبعه د بوشهر اټومي بټۍ د سبوتاژ يا ورانکارۍ په شک نيولى دى.

په همشهري ورځپاڼه کې نن خپور شوى راپور وايي؛ دغه اوکراييني متخصص له يوه روسي قراردادي سره چې؛ د بوشهر په اټومي بټۍ کې کار کوي، ملګرى شوى و.

په راپور کې د ورانکارۍ د دې ادعا د وخت او څرنګوالي په اړه نور جزئيات نه دي ورکړل شوي.

ايران له اوږدې مودې راهيسې د امريکا پر متحدو ايالتونو او اسرایيل د خپل اټومي پروګرام د ورانکارۍ تور پورې کوي.

تهران وايي، دغه پروګرام يې په بشپړه توګه سوله ييز اهداف لري.

لوېديځ هېوادونه او اسرائيل شک لري چې ايران په پټه هڅه کوي د اټومي وسلو جوړولو ظرفيت ترلاسه کړي.