په پاکستان کې د وروستیو سیلابونو له امله ۱۰۰ تنه مړه شوي دي

د پاکستان په پنجاب ايالت او د دې هېواد تر ولکې لاندې کشمير په ډېرو سيمو کې د پرله پسې توندو بارانونو د اورېدو له امله، لږ تر لږه 100 کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان او بې کوره شوي دي.

د پاکستان د دولتي چارواکيو په وينا، د تيرې جمعې شپې راهيسې د پنجاب ايالت په مرکزي ښار لاهور او همداراز د دې ايالت په يو شمېر نورو سيمو کې د بارانونو له امله تر دې دمه په دې ايالت کې ٤٣ او په کشمير کې ٣٠ کسان وژل شوي شوي؛ لسګونو نور ټپيان شوي او سخت مالي زيانونه وراوښتي دي.

دوى وايي، چې ډېرى وژنې د ودانيو د نړېدو او د برېښنا تارونو د لوېدو له امله رامنځته شوي او همداراز د سيلابونو له امله د پاکستان له نورو سيمو سره د کشمير ځمکنۍ اړيکه پرې شوې ده.

د پاکستان د هوا پېژندنې اداره وايي؛ چې تر راتلونکيو څو ورځو پورې به د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې د توندو بارانونو دا لړۍ دوام ولري.