ناټو ته د کاندیدانو پیغام: د ملي وحدت حکومت جوړوو

د افغانستان د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو د ناټو عمومي منشي ته ډاډ ورکړی دی چې د انتخاباتو د روان بحران له حل سره سم به د ملي وحدت حکومت جوړوي.

اشرف غني احمدزي او عبدالله د انګلستان په وېلز ښار کې د ناټو سرمشریزې ته په استول شوي پیغام کې لیکلي چې؛ د ټولو اړخونو په ګډون پر یوه سیاسي نظر باور لري او د ملي وحدت حکومت به جوړ کړي.

د ناټو عمومي منشي اندرېس فوګ رسموسېن وویل چې د دوی پیغام د ناټو د غړو هېوادونو مشرانو ته رسېدلی دی.

رسموسېن زیاته کړه چې وخته په بېړه تېرېږي او د افغانستان نوی ولسمشر باید هغه امنیتي تړون لاسلیک کړي چې له ۲۰۱۴ کال وروسته په کم شمېر د ناټوځواکونو ته په افغانستان کې د پاتې کېدو اجازه ورکوي.