د افغانستان دفاع وزارت وایي چې؛ نړېوالې ټولنې دا درک کړې که چیرې افغانستان یوازې پریږدي یو ځل بیا به د تروریزم په ځالې بدل شي.
د دې وزارت لومړي مرستیال عنایت الله نظري د پنجشنبې په ورځ خبریالانو سره په خبرو کې هیله وښوده چې د ویلز په غونډه کې افغانستان د نړېوالې ټولنې ملاتړ راجلب کړي.
په عین حال کې یو شمېرڅیړونکي ټینګار کوي چې د نړېوالې ټولنې له ملاتړ پرته به افغانستان د ترورستانو په ولکه کې راشي.
د بریتانیا په ویلزکې د ناټو د سرمشریزې غونډې په پیلدو سره د افغانستان دفاع وزارت وایي چې؛ نړېواله ټولنه نه غواړي چې یو ځلي بیا افغانستان د تروروستانو په امن ځایونو بدل شي.