شهروند مسول: د پغمان د پیښې په وړاندې د پولیسو اقدام ستایو

د شهروند مسول په نوم یوه مدني بنسټ په هېواد کې د جنایي پیښوپه ډيریدو اندیښنه وښوده او له امنیتي ځواکونو یي وغوښتل، چې د دې ډول پیښو د تکرار مخنیوی وکړي.

دوی د پغمان د وروستۍ پیښې د عاملینو په نیولوکې د پولیسو رول وستایه او وې ویل، چې عاملین یې باید په اعدام محکوم شي.

د کورنیو چارو وزارت هم مني، چې د جرم له پیښیدو مخکې د مجرمینو نیول د پولیسو اساسي دنده ده خو له خلکو غواړي چې په دې برخه کې ورسره همکاري ډيره کړي.

یو شمېرمدني ټولنې او عام خلک په هېواد کې د جنایي او امنیتي پیښو په ډيریدو اندیښنه ښيي او له امنیتي ځواکونو غواړي چې د پیښو د مخنیوي لپاره خپل اقدامات جدي کړي.

د شهروند مسول په نامه یوه مدني بنسټ چې د پغمان د ناوړه پیښې د غندلو او مجرمینو ته یې د سختې سزا غوښتلو په اړه غونډه جوړه کړې وه، امنیتي ادارې تورنې کړې، چې د جنایي پیښو په مخنیوي کې پاته راغلي.

د دې بنسټ چارواکو وویل چې؛ د پغمان پیښه د جنایې او بدو اخلاقي جرمونو وروستۍ او لومړنۍ پیښه نه ده نو امنیتي ځواکونه باید مخکې له دې چې مجرمین ناوړه اعمال ترسره کړي دوی د قانون منګلو ته وسپاري.د دې بنسټ مسول ودود پدرام په دې اړه وویل:

″د پغمان د پیښې په وړاندې چې پولیسو کوم اقدام وکړ باید مننه ترې وکړو،خو د پولیسو وظیفه دا ده چې د خلکو د ځان او مال ساتنه وکړي، دوی وظیفه لري چې د پیښې له رامنځته کیدو مخکې د هغې مخنیوی وکړي.

ځکه نو موږ د افغان امنیتي ځواکونو غواړو چې له دې وروسته باید وروستی هڅې وکړي چې هیڅ پیښه ونه شي او هیڅ کورنۍ په غم اخته نه شي.″

په ورته وخت کې د شهروند مسول مدني بنسټ د پغمان په پیښه کې د افغانستان د علماوو شورا چوپ پاتې کیدل وغندل او ویې ویل، چې د علماوو شورا چوپتیا د جنایي جرمونو د زیاتیدو عامل شوی دی.

تیره پنجشنبې د شپې مهال شاوخوا شپاړلس وسله والو کسانو د یوې کورنۍ موټر د پغمان دده عربان په سیمه کې ودراوه، د ښځو ګاڼې یې غلا او وروسته یې پر ځینو جنسي تیری هم کړی وو.

خو د تیرې دوشنبې په ورځ د کابل امنیه قوماندانۍ په یوه خبري غونډه کې وویل، چې د دې پیښې شپږ تنه مجرمین یې نیولي، چې خپل جرمونه یې هم منلي او د نورو د نیولو هڅې روانې دي.

د کورنیو چارو وزارت هم مني، چې د جنایي جرمونو مخنیوی د پولیسو اساسي دنده ده، خو زیاتوي، چې په دې برخه کې د خلکو مرسته هم له پولیسو سره ضروري ده.

د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي ازادۍ راډیو ته وویل، هیڅ داسې قضیه به نه وي، چې عاملین یې د پولیسو له خوا نه وي نیول شوي:

″موږ همیشه کوښښ کړی چې مجرمین مخکې له دې چې په کوم جرم لاس پورې کړي ونیسو او دا د افغان پولیسو یوه مهمه وظیفه ده.

خو له شک پرته بیا هم وایم چې مونږ په دې برخه کې د خلکو کومک ته ډیر ضرورت لرو.

زه په ټینګار سره وایم چې افغان امنیتي ځواکونه اوس خپله وظیفه ‌ډیره ښه پیژني او هیڅ قضیه نشته چې د پولیسو د هڅو په نتیجه کې یې مجرمین نیول شوي نه وي.″

دغه غوښتنې په داسې حال کې کیږي، چې په دې وروستیو کې د کابل په ګډون په یو شمېرولایتونو کې د جنایي پیښو ګراف لوړ شوی دی.

څیړونکي وایي، د انتخاباتو د بهیراوږدیدو، بې کارۍ او له سزا نه معافیت هغه عوامل دي، چې له مخې یې جنایي جرمونه زیات شوي دي.

راپور: یوسف خان ″ځدراڼ″