سراج الحق: د خان او القادري سره به د سياسي بحران د حل لار راوباسو

که له يوې خوا د عمران خان او طاهر القادري زرګونه پلويان په اسلام اباد کې د نواز شريف د حکومت پر ضد په پراخو مظاهرو بوخت دي، نو له بلې خوا حکومت په وروستي ځل د روان سياسي بحران د حل لپاره له عمران خان او قادري سره د مذاکراتو پريکړه کړې او د همدې هدف لپاره يې د اپوزيسيون ګوندونو د غړيو يوه کومېټه هم ټاکلې ده.

دې کومېټې د چهارشنبې په شپه ناوخته تر هغې وروسته له عمران خان او قادري سره وکتل، چې په اسلام اباد کې د پاکستان د ملي پارلمان او مشرانو جرګې د غړيو شريکه غونډه جوړه شوه، چې په رامنځته شوي سياسي کړکېچ يې بحث وکړ.

په دې غونډه کې د پاکستان ګڼو سياسي ګوندونو، په دې هېواد کې د ديموکراسۍ د دوام لپاره د نوازشريف د حکومت ملاتړ اعلان کړ او له هغه يې وغوښتل، چې د څو زرو کسانو په غوښتنه دې استعفا نه ورکوي.

د اپوزيسيون ګوندونو د مذاکراتي کومېټې او د جماعت اسلامي ګوند مشر سراج الحق د چهارشنبې په شپه ناوخته، له عمران خان او قادري سره تر ليدنې وروسته له رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې له دواړو سره يې خبرې مثبتې وې او هيله يې وښوده، چې په راتلونکيو ناستو کې به د سياسي بحران د حل لار راوباسي:

"د پاکستان د ټولو سياسي ګوندونو مشرانو په شريکه يوه کومېټه جوړه کړه، چې نن يې له عمران خان او قادري سره وليدل او په رامنځته شوي بحران يې ورسره خبرې وکړې. موږ به سبا بيا وګورو او هڅه به وکړو، چې د بحران د اوارولو لپاره څه ناڅۀ لار راوباسو."
سراج الحق زياته کړه، چې حکومت عمران خان د انتخاباتي اصلاحاتو په ګډون ډېرى غوښتنې دي، چې دا يو ښه ګام دى او ټول سياسي ګوندونه يې هرکلى کوي.

د نواز شريف حکومت په داسې حال کې له عمران خان او قادري سره يو ځل بيا مذاکرات پيل کړي، چې دوى د چهارشنبې په شپه خپلو پلويانو ته په وينا کې يو ځل بيا خپلې پخوانۍ غوښتنه تکرار کړې او ويې ويل، چې د نواز شريف له استعفا پرته به په هېڅ صورت له احتجاجه لاس وانخلي.

د پاکستان د سياسي چارو ځيني څارونکي د دې هېواد د سياسي ګوندونو وروستي اعلان ته په اشاره وايي، چې عمران خان په پيل کړې لوبه کې يواځې پاتې شوى.

د سياسي چارو کارپوه شميم شاهد له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، چې عمران خان دې د مذاکراتو وروستۍ چانس له لاسه نه ورکوي، بلکې هڅه دې وکړي، چې د غېر جمهوري عمل د مخنيوي لپاره، مذاکراتو ته دوام ورکړي:

"خبره داسې ده چې نواز شريف او د نواز شريف پلويانو ډېرې زياتې هلې ځلې وکړې، چې دا مسئله د خبرو اترو له لارې حل شي. نو هغوى د خبرو اترو افر هم وکړو، خو بيا هم عمران خان او قادري هغه خبرې اترې رد کړې، هغوى د خبرو سره وعدې وکړي، خو بئا تښتي. ټول سياسي ګوندونه په يو طرف دي، هغوى د جمهوريت حمايت کوي او د غېر جمهوري حکومت هغوى مخالفت کوي."

د نواز شريف حکومت تر هغې وروسته له عمران خان او قادري سره د خبرو اترو لپاره د اپوزيسيون ګوندونو د غړيو کومېټۀ وټاکله، چې عمران خان او قادري تېره اوونۍ له حکومتي ټيم سره له مذاکراتو انکار وکړ.

راپور: ذبيح شفق