په هرات کې د ملي اردو پر پوستې د وسله والو مخالفینو په حمله کې د ملي اردو څلور سرتیري وژل شوي دي.
په لودیځ کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو د مطبوعاتو مشر نجیب الله نجیب ازادۍ راډیو ته وویل، چې یاده پېښه تیره شپه د چشت شریف په ولسوالۍ کې شوې.
نوموړي زیاته کړه چې، د افغان ځواکونو په دغه دوه ساعته نښته کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.
د یوه بل خبر له مخې تیره شپه د دې ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې دوو موټر سیکل سپرو پر یو قومي مشر ډزې کړي او وژلي یي دي.
د هرات د امنېي قومندانۍ ویاند عبدالروف احمدي ازادۍ راډیو ته وویل، چې وژل شوي قومي مشر تردې مخکې د سیمه ییزو پولیسو قومندان وو.
وسله والو طالبانو تردا مهاله د دواړو پيښو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.