د ایران پخوانی مرستیال جمهور رئیس رضا رحیمي په یوه داسې جرم محکوم شوی چې د بند او نغدي جریمي سزا لري، خو د دوسیې جزئیات یي نه دي په ډاګه شوي.
رحیمي د پخواني جمهوررئیس محمود احمدي نژاد مرستیال و او انتقاد کوونکې وایي، حکومت یي په پراخ اداري فساد کې ښکېل و.
د ایران د قضا یوه جګ پوړي قاضي غلام حسین محسني د دوشنبې په ورځ دولتي خبري رسنیو ته وویل، د رحیمي د محکومیت جزئیات نه په ډاګه کوي او حکم یي نهایي شوی نه دی.
د ایران خبري رسنیو له دې مخکې ویلي و، چې رضا رحیمي د اداري فساد په جرم محاکمه شوی دی. د پارلمان وکېلانو نوموړی په حکومت کې په اختلاس تورن کړی دی.