د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې چې مرکز یې په جینوا کې دی پرون یې د عراق د حکومت هغه غوښتنه ومنله چې؛ وايي، د دې هېواد په شمال او لویدیځ کې دې د بشري حقونو څخه د شویو هغو سرغړاویو په اړه څیړنې وشي؛ چې د اسلامي دولت په نوم وسله والې ډلې د ملکیانو د حقونو په برخه کې کړي دي.
د دې شورا غړیو په اکثریت سره ومنله چې؛ د حقیقت موندنې یو هییت ته به دنده ورکړي؛ څو په عراق کې د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې له خوا د ملکي خلکو پر ضد د شویو جرمونو په اړه تحقیقات وکړي.
د عراق د بشري حقونو وزیر محمد شیعه ال سوداني پرون د دوشنبې په ورځ په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې وویل، موږ له یوې تروریستي بلا سره مخ یوو.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کمیشنرې مرستیالې "فلاویا پانسیري" په پرونۍ غونډه کې وویل؛ د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې له خوا په عراق کې د قومي او فرقوي ډولو د محاکمې بڼه د بشري جنایاتو برابره ده خو زیاته یې کړه؛ د زندانیانو وژنه او د استوګنې پر سیمو د توغندیو بریدونه کیدای شي؛ جنګي جنایات وبلل شي.
په عراق کې د اسلامي دولت د وسله والې ډلې له خوا د ترسره شویو بشري جنایاتو په اړه د څیړنې پریکړه په داسې حال کې کیږي چې؛ عراقي چارواکي وايي، عراقي ځواکونو او کردي پیش مرګه قواوو له سخت دریځو وسلوالو څخه دوه ښارګوټي نیولې دي.
چارواکو ویلي، د عراق حکومتي ځواکونو د کردي ځواکونو په ملاتړ په شمال کې د سلیمان بیک ښار د اسلامي دولت له سخت دریځې ډلې څخه نیولی دی.
د پیش مرګه په نوم کردي ځواکونو ویلي چې؛ د ځومار په نوم یو بل ښارګوټي یې هم له وسله والو لاندې کړی دی.
د دې پرمختګ راپورونه وروسته له هغې ورکړل شول چې؛ عراق د حکومتي او کردي پیشمرګه ځواکونو د امریکا د هوايي بریدونو په ملاتړ د یکشنبې په ورځ د امیرلي ښار ونیوه.
د ترکمن میشتو دغه ښار له دوو میاشتو راهیسې د اسلامي دولت د سخت دریځو وسله والو تر واک لاندې وو.
د اسلامي دولت په نوم ډله او متحدین یې دا مهال د عراق په شمال او لویدیځ او همدرنګه د سوریې په شمال ختیځ کې په پراخه سیمه واکمن دي.
بل خوا د جرمني صدراعظمې انګیلا میرکل د دوشنبې په ورځ د خپل حکومت د هغې پریکړې دفاع وکړه چې؛ پیشمرګه ځواکونو ته وسلې استوي او ویې ویل، د اسلامي دولت په نوم وسله واله ډله جرمني او اروپا دواړو ته لوی امنیتي ګواښ دی.