د چین په هوبي ایالت کې یو سړي د یوه ښوونځي درې ماشومان وژلي

د چین په هوبي ایالت کې یو سړي په یو لومړني ښوونځي برید کړی درې ماشومان یې وژلي او شپږ نور یې په چاړه ټپیان کړي دي.

چارواکي وايي، د چینګاون په ښارکې د دوشنبې په ورځ دې برید کوونکي مخکې له دې چې له څلورم منزل ځان وغورځوي او ځان وژنه وکړي، د ښوونځي زده کوونکي او ښوونکي په چړو ووهل.

دغلته د سیپټمبر لومړی نیټه د اوړي له رخصتیو وروسته د ښونځيو د بیرته پیلیدو لومړی ورځ وي.

چارواکو دا هم ویلي چې؛ برید کوونکی په دې ښوونځي کې د یو زده کونکي پلار و.

په چین کې پر وړکتونونو او ابتدايي ښونځيو دا ډول بریدونه زیات کیږي چې برید کوونکي یې ډیرکله رواني ناروغان یا هغه خلک ګڼل کیږي چې پر ټولنه غوسه وي.