چارواکي: د ارګ او د ولایتي ادارې نه همغږي کندهار ته د حامد کرزي د سفر د ځنډیدو لامل شو

افغان چارواکي وايي، د ارګ او ولایتي ادارې ترمنځ د همغږۍ نشتوالی د دې سبب شو، چې د دوشنبې په ورځ کندهار ته د ولسمشرحامد کرزي سفر وځنډیږي.

ټاکل شوې وه چې؛ ولسمشرکرزی د دوشنبې په ورځ کندهار ته ورشي او په دې ولایت کې د حضرت عمر رض په نوم د یوه لوی جومات افتتاح وکړي.

د کندهار والي توریالي ویسا خبریالانو ته ویلي، ولسمشرکرزي غوښتل چې د دې جامع جومات پرانیسته وکړي خو د نوموړې په وینا د پروګرام په ورځ کې د سو تفاهم له کبله دغه سفر د اوس لپاره وځنډیده.

دا په داسې حال کې ده چې د کندهار ښار یو شمېر اوسیدونکو، په دې ښارکې له هغو امنیتي تدابیرو سر ټکولی چې د ولسمشرکرزي د سفر لپاره دغلته نیول شوي وو.

دوی وايي، ګڼې لارې یې پرمخ تړلي او د دوشنبې په ورځ ګڼ دوکانونه بند وو.