د کونړ سیمه يیز چارواکي وایي؛ د دغه ولایت په شون کړۍ سیمه کې د نړیوالو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکي په حمله کې درې پاکستاني وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د دغه ولایت د امنیې قوماندان عبدالحبیب سید خیل آزادي راډیوته وویل؛ په دغه پيښه کې ملکي کسانو ته زیان نه دی اوښتی.
نوموړي زیاته کړه، د کونړ شون کړۍ سیمه ډیوړنډ کرښې ته نږدې پرته ده.
په همدې حال کې د افغانستان دفاع وزارت وایي؛ چې ځواکونو یې په هلمند او جوزجان ولایتونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې شپږ وسله وال مخالفین وژلي او اته نور یې ټپيان کړي دي.
د دفاع وزارت خبرپاڼه وایي، چې د ملي اردو دوه سرتیري هم د ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.
طالبانو د دواړو پیښو په اړه تراوسه کومه تبصره نه ده کړې.