د پاکستان پوځ: حکومت او معترضان دې خپل اختلافونه له سوله ییزې لارې حل کړي

د پاکستان پوځ له حکومت او حکومت ضد معترضانو غوښتي دي چې؛ خپل اختلافونه له سوله ییزې لارې حل کړي.

د پاکستان د پوځ جګپوړو جنرالانو د لوی درستیز راحیل شریف په مشرۍ تېرماښام په راولپنډۍ کې غونډه وکړه او د غونډې په پای کې یې پرحکومت او اپوزیسیون دواړو غږ وکړ چې؛ خپل اختلافونه په خبرو او سوله ییزو لارو حل کړي.

پوځ په یوه بیان کې ویلي دي چې؛ له زوره د کاراخیستو دوام به د پاکستان وضعیت نورهم خراب کړي؛ خو بیان زیاتوي چې پوځ د هېواد د امنیت د یقیني کولو لپاره ژمن دی او هېڅکله به د ملي ګټو په ساتنه کې پاتې رانشي