عمران خان وايي د ژوند تر وروستۍ سا پورې به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي

د اپوزیسیون مشر عمران خان ویلي چې؛ د ژوند تر وروستۍ سا پورې به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي.

عمران خان او مذهبي مشر طاهرالقادري له خپلو زرګونه پلویانو له دوو اونیو راهیسې په اسلام آباد کې د پارلمان او نورو دولتي ودانیو مخې ته خېمه وهلې ده. اعتراض کوونکي د صدراعظم نوازشریف د استعفا غوښتنه کوي.

له بلې خوا د پاکستان د اطلاعاتو وزیر پرون وویل چې؛ د اعتراض کوونکو له مشرانو سره د خبرو د بیاپیل لپاره د حکومت دروازه پرانیستې ده. پروېزراشد زیاته کړه، معترضان غواړي چې غوښتنې یې د ټوپک په زور ومنل شي؛ خو د دوی دروازې د خبرو لپاره تل خلاصې دي.

د راپورونو له مخې د اعتراض کوونکو او پولیسو ترمینځ په نښتو کې درې کسان مړه او څه باندې څلورسوه کسان ټپیان شوي چې؛ په ټپیانو کې له لسو زیات پولیس دي.