په هرات کې د یوې ترافیکې پيښې له امله ۲۳ تنه وژل شوي او ۴ نورهم ټپیان شوي دي.
د هرات د حوزوي روغتون مشر ډاکتر محمدرفیق شیرزي ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه پيښه نن سهار اته بجې د هرات ښار او اسلام قلعه لوې لارې پرسر د فلنګوچ او ټلیر موټر د ټکرله امله شوې ده.
شیرزي زیاته کړه، چې د پېښې په قربانیانو کې د پاخه عمر لرونکو خلکو په ګډون پنځه ښځې او څلور ماشومان شامل دي.
د هرات د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالروف ابراهیمي ازادۍ راډیو ته وویل، چې د ټلیرموټر چلوونکې د پولیسو له خوا نیول شوي او دا مهال د پېښې د رامنځته کیدو په اړه ترې تحقیقات روان دي.