د اروپایې کمیسیون مشر ژوزې مانویل باروسو وايي، دا ټولنه چمتو ده د اکراین د شخړو په خاطر د روسیې پر وړاندې سخت او واضح ګامونه پورته کړي.
باروسو نن په بروکسل کې د اکراین له ولسمشر پټرو پورشینکو سره په یوې ګډې خبري ناسته کې وویل؛ چې دی به د اروپایي ټولنې غړیو هیوادونو ته په دې هکله ځینې انتخابونه وړاندې کړي.
نوموړي زیاته کړه چې، اروپایي ټولنه د یوه سیاسي حل لپاره د خبرو لاره خلاصه پریږدي.
د اکراین ولسمشر پورشینکو بیا په خپل هیواد کې د روسیې مداخله وغندله او ویې ویل، چې دا مهال زرګونه بهرني سرتیري او سلګونه ټانکونه په اکراین کې شته.
دواړو لورو د اروپایي ټولنې د مشرانو د غونډې تر پيلیدو مخکې خبرې کولې.