د امریکا د متحدو ایالتو ولسمشر بارک اوباما، د دې هیواد یو پخوانی ډیپلوماټ په افغانستان کې د امریکا د نوي سفیر په توګه ټاکلی دی.
سپینې ماڼۍ څرګنده کړې چې، د ولسمشر اوباما له خوا "مایکل مکینلي" په افغانستان کې د امریکا د سفیر په توګه نومول شوي، نوموړی په د کابل کې د کار کولو پخوانۍ تجربه هم لري.
مکینلي به چې دا مهال په کابل کې د امریکا د سفیر مرستیال دی؛ دغلته د امریکا د اوسني سفیر جیمز کننګهم ځای ونیسي چې؛ له ۲۰۱۲ م کال راهیسې په کابل کې سفیر دی.
مایکل مکینلي تر دې مخکې په کولمبیا او پیرو کې د امریکا د سفیر په توګه دنده ترسره کړې ده.