په کابل کې د بند امیر ښامارانو او د مس عینک اتلانو تر منځ د کرکټ لوبه کیږي

ټاکل شوې ده چې، نن په کابل کې د بند امیر ښامارانو او د مس عینک اتلانو تر منځ د کرکټ لوبې وشي. د افغانستان د پنځو زونونو د شپږیزو سیالیو په ترڅ کې به نن د سپین غر پړانګان او د امو نهنګان هم سره مخامخ شي.

پرون د امو نهنګانو د مس عینک اتلانو او د بندامیر ښامارانو د بست ساتونکو ته ماتې ورکړه.

د شل اورونو دغه لوبې د سې شنبې په ورځ پیل شوې.