د اسلامي دولت وسله والو د سوریې حکومت ۱۶۰ سرتیري په دار ځړولي

له سوریې څخه رارسیدلي راپورونه وایي چې؛ د اسلامي دولت وسله والو د سوریې د حکومت لږ تر لږه ۱۶۰ عسکر اعدام کړي دي. دا پوځیان د "طبقة" د هوایي ډګر د نیولو د جګړې پر مهال اسیران شوي وو.

په بریتانیا کې د سوریې د بشري حقونو میشتې څارونکې ډلې پرون راپور ورکړ چې؛ دا پوځيان د سوریې په شمالي ولایت "الرقة" کې چې دغه هوایي میدان هم هلته دی؛ اعدام شوي دي.

د راپور له مخې دغه پوځیان هغه وخت ونیول شول چې؛ دوی د هوایي ډګر پر سر له پنځه ورځنۍ سختې جګړې وروسته هڅه کوله چې؛ د حکومت تر واک لاندې سیمو ته وتښتي.

د اسلامي دولت ډلې په ټویټر کې لیکلي دي چې؛ دوی دوه سوه پوځیان وژلي او یوه ویډیو یې هم خپره کړې ده.

د دغې ډله ییزې وژنې خبرونه په داسې وخت کې خپاره شوي دي چې؛ د امریکا ولسمشر بارک اوباما پر دې فکر کوي چې؛ د سوریې دننه د مسلمانو یاغیانو پر مرکزونو هوایي بریدونه وکړي؛ که څرنګه؟