کمسیون: د رایو د تفتیش بهیر د کاندیدانو د استازو له حضور پرته نن سهارهم پیل شو

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي، چې د رایو د تفتیش بهیر د کاندیدانو د استازو له حضور پرته نن سهارهم په خپل وخت پیل شو او تر اوسه دوام لري.

د دې کمیسیون ویاند نورمحمد نورازادۍ راډیوته وویل، چې تر اوسه د دې بهیر په وړاندې کومه خاصه ستونزه نه ویني.

تیره ورځ د عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټیم د دې لپاره چې غوښتنې یې ونه منل شوې، د رایو د تفتیش او ابطال بهیر تحریم کړ او وروسته د ملګرو ملتونو په غوښتنه د اشرف غني احمدزي څارونکي هم له کمیسیون نه ووتل.

که څه هم د عبدالله عبدالله یوه ویاند فاضل سانچاره کي ازادۍ راډیو ته وویل، چې د دوی له حضور پرته ورته د تفتیش او د رایو د ابطال بهیرد منلو نه دی، خو په افغانستان کې د ملګروملتونو د ځانګړي استازي مرستیال نیکولاس هایسم پرون وویل، چې نړېوال څارونکي او د انتخاباتو کمیسیون به له کومې خلا پرته د رایو تفتیش او ابطال پر مخ بیایي.