اسراییل او حماس دواړه د غزې په جګړه کې د بري ادعا کوي

اسراییل او حماس دواړه د غزې په جګړه کې چې اوه اونۍ یې دوام وکړ، د بري ادعا کوي.

د اسراییل صدراعظم بینامین نیتانیاهو د چهارشنبی په ورځ وویل، چې حماس ته سخت ګذار ورکړل شوی او هیڅ یوه غوښتنه یې نه ده منل شوې.

په غزه کې مسک پوښل شوي وسله وال بیا د نړېدلو کورونو په کوڅو کې راټول شوي او ماشیندار، توغندي، توپونه او ټانک ضد توغندیي یي نندارې ته وړاندې کړل.

د اګست په ۲۶ یوه اوربند دغې جګړې ته چې له ۲۱۰۰ څخه زیات فلسطینیان په کې ووژل شول د پای ټکی کیښود.

په عین حال کې د ملګروملتونو د خوراک نړېوال پروګرام وویل، چې پر خوراکي موادو بار یو کاروان یې چې د پنځو ورځو لپاره یوسلو پنځوس زره کسان مړولی شي، غزې ته ننوتی دی.