په بلخ ولایت کې د شمشاد نړېوال ټلویزیون او شمشاد "اېف. اېم" راډیو خپرونې د تېرو دوو شپو راهیسې قطع شوي دي.
په دې ولایت کې د شمشاد ټلويزیون سیمه ییز خبریال؛ متین سهاک آزادۍ راډیو ته وویل؛ چې وړمه شپه د مزار شریف ښار د خالد بن ولید په سیمه کې د شمشاد ټلویزیون او شمشاد ایف ام راډیو سټیشن اور اخستی دی چې؛ له امله یې نشرات قطع شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې، د یاد سټیشن د سوځېدو لامل تر دامهاله نه دی معلوم؛ خو زیاته کړه چې، په دې اړه د ګمارل شوي پلاوي له خوا تحقیقات دوام لري.
شمشاد نړیوال تلویزیون یو له هغه تلویزیونونو څخه دې چې په بلخ ولایت کې یې د خپرونو په اړه انتقادونه موجود دي.