امریکا او ۷ نورو هېوادونو په عراق کې له کردي ملیشو سره د مرستو ژمنه کړې

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر وايي؛ د امریکا سربیره ۷ نورو هېوادونو د عراق په شمال کې له کردي ملیشو سره په عاجله توګه د وسلو او مهماتو د مرستې ژمنه کړې ده.

کردي ملیشه ځواک دا مهال د عراق د اسلامي دولت په نامه وسله والو سره په جګړه بوخت دي.

د امریکا د دفاع وزیر چک هیګل تیره ورځ وویل؛ برتانیا، کاناډا، فرانسه، البانیا، ډنمارک، کرویشیا او اټالیا هغه هیوادونه دي چې؛ له پیشمرګه وسله والو سره عاجلې پوځي مرستې کوي.

تر دې وړاندې د عراق د کردستان خپلواکې سیمې مشر مسعود برزاني د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره په ګډ خبري کانفرانس کې وویل؛ تهران لا دمخه پیشمرګه کردي ملیشو ته وسلې ورکړي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل؛ هیواد يې په عراق کې سرتیري نه لري؛ خو له نورو لارو له بغداد او کردي ځواکونو سره مرسته کوي.