فلسطیني چارواکي وایي، په مسجدونو، کورونو او سرحدي دروازو باندې د اسرائیلو په هوایي بمباریو کې لس کسان وژل شوي دي.
رویترز اژانس وایي، اسرائیلو د دوشنبې په ورځ د غزې تر ټولو جګې ودانۍ باندې چې اپارتمانونه او دفترونه په کې دي، څلور توغندي وویشتل او شل تنه یي په کې ټپیان کړل.
په عین حال کې یو توغندی له لبنانه پر اسرائیلو ویشتل شوی، خو مرګ ژوبله یي نه درلوده.
د جولای له اتمې راهیسي چې اسرائیلو پرغزې تړانګې حملې پیل کړي تر اوسه له ۲۱۰۰ زیات فلسطینیان او ۶۸ اسرائیل وژل شوي دي.