هوتکي: که ستونزه رامنځته نه شي ډېر ژر به د رایو د تفتیش بهیر پای ته ورسیږي

د حقیقت څه دی په دې پروګرام کې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون له مرستیال عبدالرحمن هوتکي سره د انتخاباتو په روان بهیر خبرې شوي دي.

ښاغلی هوتکي په دې خبرو کې هیله مندي ښيي که کومه خاصه ستونزه رامنځته نه شي ډېر ژر به د رایو د تفتیش بهیر پای ته ورسیږي او د انتخاباتو نتیجه به اعلان شي.

هوتکي د دواړو کاندیدانو له ټیمونو هم غواړي چې د دې ملي پروسې په بریالي توګه سرته رسولو کې د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون سره همکاري وکړي.

Your browser doesn’t support HTML5

حقیقت څه دی