عسکر یا امنیتي چې کله ځينې خلک تلاشي کوي، بده ورباندې لګي، په تاسې څنګه؟ یا مو کله په کوم ملګري، انډيوال بده لګېدلې؟ فکر نه کوئ چې تلاشي ورکول پخپله د خلکو په ګټه یو کار دی؟ د دې تاندې څانګې لومړۍ موضوع مو همدا ده، ورپسې په دې غږیږو، ځینې هغه ځوانان چې کور ته ډيرې پیسې راوړي، یاني ګټه وټه ډېره کوي، ولې يې کورنۍ نسبت هغو ته چې کمې ګټي احترام ډېر کوي او هغه د چاخبره نازونه یې وړي؟ پخپله داسې ځوانانو ته څه کول په کار دي؟
متل دی، وايي چې غل نه یې له پاچا هم مه ډاریږه، بل دی وايي چې د غله په ږیره کې خلی وي.
خو دا ځينې چې غله نه دي نو ولې له دې ډاریږي چې په ږیره کې یې خلی پېدا نشي!؟ د کابل ښار د ۳ مکرویان یو دوکاندار حفيظ د یوه ملګري خبره یادوي، چې ویل یې دا دوو روپیو سړی به اوس ما تلاشي کوي.
ایوب ځدراڼ د یوه مارکېټ په خوله کې دوکان لري، دی وايي چې د اختر په شپو ورځو کې بېروبار ډېر و، خو امنیتي کسان ځينو پوزې ته راوستي وو او چا همکاري نه ورسره کوله.
محمد افضل په کابل کې ټيکسي چلوي، دی په ښه زړه تلاشي ورکوي، خو وايي چې په ځینو بده لګي، حمیره له کندهاره کابل ته راغلې وه، هغه وايي چې که د تلاشي کوونکو چلند ښه وي نو په هيچا هم تلاشي بده نه لګيږي.
محمدیونس له پنځوکلونو راهيسې د کابل په ۹ حوزه کې عسکر دی او خیرالله د یوه تجارتي مارکېټ ګارد (ساتونکې) دی، د دوی ګېلې به هم واورو، ځکه چې ځای خو هماغه سوځي چې اور پرې بلیږي کنه:
محمدیونس: (عام خلک خو څه چې دولتي چارواکې بد رد راته وايي، یوه څارنوال یوه ورځ حتی ښکنځل راته وکړل، خو ما ځان غلی کړ، هيڅوک همکاري نه کوي)
خېرالله ( یوه راته ویل چې ولې دا انتهاري یوازې زما په ټنډه لیکلی، که څنګه ما تلاشي کوې؟ بده ورباندې لګي، خو موږ ورته وایو چې دا زموږ وظیفه ده او تلاشي کوو يې)
د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد وديرساپی وايي چې د هېواد فعلي شرايطو ته په کتو سره باید هرڅوک تلاشي یو ضرورت او وجیبه وګڼي.
استاد ساپی له امنیتي کارکوونکو هم غواړي چې له خلکو سره دې ښه چلند کوي او څوک دې تحقیروي نه، دی له دولتي لوړ پوړه چارواکېو هم غواړي چې قانون ته دې احترام کوي، ځکه چې د دوی بې احترامي یا له قانونه ځان لوړ ګڼل خلکو ته منفي پیغام رسوي.
دا خپرونه د ازادي راډيو پر ویبپاڼه او فیس بک پاڼه هم اوریدلی شئ
www.azadiradio.com
قدر د هغو ډېر دی چې پېسې ګټي!؟
ګېلې ډېرې دي، خو څه وايي چې ګېله له خپلو کېږي. که چېرې په یوه کورنۍ کې د کورنۍ د غړو تر منځ له ځينو کسانو سره توپيري چلند کېږي، نو مخ پسې اوړي او زړونه بديږي. مقصد مې هغه ځوانان دي چې کور ته ګټه وټه وروړي، خواري مزدوري کوي یا کوم ځای ښه وظیفه لري او د کور خرڅ خوراک پوره کوي.
وارث بریمن د همداسې یوې کورنۍ د یوه کشر زوی کېسه راته کوي، چې تر خپل مشر وروره یې ډیر قدر کېده او خبرې یې ځای نیوه، خو د مشر ورور یې نو بیا په ایرو کې هم خاپ نه پاتې کېده.
فدامحمد باران د یوې بلې کورنۍ جالبه کېسه رااوروي، خو دی وايي چې باید د یوه انسان معنوي ارزښت ته قایل شو، نه مادي ته.
سلام د سپرو دی، مخ د مېړو دی. دا متل عاشق الله یعقوب راته وکړ، دی وايي په ځينو کورنیو کې د هغه ځوان ارزښت ځکه ډیر وي چې هغه د ټولو ضرورتونه پوره کوي.
ځينې پلرونه یا مشران غواړي چې زامن یې په یوه کور کې سره واوسي، چې دا پخپله بیا د وروڼو تر منځ ورته ټولنيزې ستونځې راپېدا کوي او وروڼه له یوه بل سره حسادت اخلي، داسې څه هم ښاغلی یعقوب وايي.
څه وايي چې خلک به هر څه هر څه وايي. د کورنۍ غړي خو به توپيري چلند کوي، خو پخپله هغه ځوان ته څه کول په کار دي، ښاغلی یعقوب وايي چې دغه ځوانان دې د ورورګلوۍ احترام وکړي او فکر دې وکړي چې یو وخت به د کور نورو غړېو او مشرانو وروڼو له ده سره مرسته کړي وي، د کورنۍ ټول بار به یو وخت د هغوی پر اوږو و، ځکه باید اوس دوی پسې تېر شي، خپلې خوارۍ او پیسې دې په کورنۍ نه څنډي.
نارې مې ولې نه اورې، هله به یې واورې چې زه تورې خاورې شمه... داسې څه په یوه سندره کې ویل شوي.
هو ، ژوند او پېسې به تل نه وي او ژوندون هم یو څو ورځې دې، باید په ژوند د یوه بل د زړه غږ واورو، کنه نو بیا به لاسونه سره مروړو.
دا خپرونه چې په کابل کې یې نورګل شفق جوړوي، هره شنبې او تکرار یې دوشنبې له ازادي راډيو خپريږي، که چېرې غواړئ موږ ته بریښنالیک راولیږئ نو پته ده:
Your browser doesn’t support HTML5
تاندې څانګې
ShafaqN@rferl.org