تهران وایي، د اسرائیلو له خوا په ایران کې د بې پیلوټه جاسوسۍ الوتکې د ځای پرځای کولو په غچ کې به په لویدیځه غاړه کې فلسطینیانو ته د وسلو ورکول چټک کړي.
د ایران د سپاه انقلاب د هوایي ځواکونو قوماندان امیرعلي حاجي زاده وایي، د لویدیځې غاړې وسله وال کولو ته به سرعت ورکړو او د هر ډول ځواب ورکولو حق مو محفوظ دی.
د حاجي زاده دا څرګندونې د سپاه انقلاب په ویب پاڼه کې خپرې شوي دي.
تهران د یکشنبې په ورځ وویل، ځواکونو یي د نتانز اټمي تاسیساتو له پاسه د اسرائیلو د جاسوسۍ بې پیلوټه الوتکه راغورځولې ده.
د ایران دولتي تلویزیون د غورځول شوي بې پیلوټه الوتکۍ ټوټې ښودلې، خو اسرائیلو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.