د کټونو په اړه نورمعلومات واورئ:

په تودو سيمو کې پرکټونو خوب او ناسته د تودو سيمو د خلکو پخوانی رواج دی، پخوا به ډېری کټونه له لرګيو او مزريو رغېدل خو اوس له اوسپنې او ليلوني مزو هم رغېږي.

له کټونود تختونو خلاف د ناستې لپاره هم استفاده کېږي، په حجرو دېرو کې ايښي وي خپل خپلوان دوست اشنا د نهاليو پرځای پر کټونو کښیني، له دې نه علاوه په غم ښادي کې د نورو لوښو او اړتيا وړ شيانو ترڅنګ خلک کټونه هم باسي.

د ځينو سپین ږيرو په حواله د کټ په ادابو کې دا شامل دي چې مشرد کټ برسرته کښېني او کشران د کټ پای ته، بل د غم او د ښادي کټونه له ورايه ښکاري، که په کوم کلي کې کټونه له بالښتونو سره اېښې وي، نو د دې مانا دا ده چې دې کلي کې د ښادي کوم محفل دی او که پرکټونو بالښتونه نه و نو بيا کلي کې څه غم مصیبت پېښ دی.

بله خبره داچې د کټ پښوته معمولا خلک نه کښېني دوی وايي، بد شګون لري.

د کټونو په اړه نورمعلومات خپرونه کې اوريدلای شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

ژوند په شیبو کې