د کانګو جمهوریت چارواکو په دغه هېواد کې د ایبولا په ویروس د اخته شوو دوه ناروغانو مړینه تائید کړې ده.
د افریقاپه لویدیځ کې د ایبولا ناروغۍ له امله تراوسه پورې یو زر او ۴ سوه کسان مړه شوي دي.
په نایجریا کې هم د ایبولا له امله پینځه کسان مړه شوي دي.
تیره ورځ هغه برتانوي صحي کارکونکي چې په سیرالیون کې په ایبولا اخته شوي، لندن ته یوړل شو.
په همدې حال نړېوال روغتیايي سازمان هم تائید کړې چې یو کارکونکی يې په سیرالیون کې په ایبولا ویروس ناروغ شوی دی.