حامد کرزی: نوی ولسمشر دې په ټاکل شوې نیټه کې د لوړې مراسم پرځای کړي

افغان ولسمشرحامدکرزي په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د نړېوالو ځواکونو له عمومي قومندان سره په کتنه کې یو وار بیا ټینګار کړې چې؛ د افغانستان انتخابات په باید په ټاکل شوې موده کې نتیجې ته ورسيږي او نوی ولسمشرپه ټاکل شوې نیټه د لوړې مراسم پرځای کړي څو د ناټو په سرمشریزه کې د افغانستان استازیتوب وکړی شي.

له ارګه یوه خپره شوې خبرپاڼه وايي، چې دا خبرې ولسمشرحامد کرزي د یکشنبې په ورځ د جنرال جوزیف ډانفورډ سره د مخې ښې په لیدنه کې کړې دي.

په دې لیدنه کې ولسمشرکرزي جنرال ډنفورډ داسې یو شخص بللې چې چې د خپل مأموریت په موده کې یې له افغان چارواکو سره ښه وظیفوي روابط ساتلي وو.

د ولسمشرد ویندوې دفتر زیاته کړې چې حامدکرزي د ناټو تلونکي قوماندان او د امریکا سفیر ته وویل، زه د امنیتي تړون د لاسلیکولو او په افغانستان کې د ناټو حضورته خپل شرایط لرم او هغه مې په لویه جرګه کې هم بیان کړي چې د سولې تامین یې تر ټولو مهم شرط دی.